IQNA

په ترکیې کې دزلزلې ضده او له لرګي جوړجومات  اته سوه کلن شو

15:48 - December 14, 2021
د خبر لمبر: 3485116
تهران  (ایکنا) -دترکیې په سامسن ولایت کې دیوه لرګین جومات خاص معماري  چې اته سوه کلن پخوانی دی او په جوړیدا کې ئې له له هیڅ میخ څخه استفاده نه ده شوې ، ځان ته ئې د کتونکو توجه جلب کړې ده .

ایکناخبری آژانس  د آناتولی له قوله راپور راکړ ، دغه له  لرګي  جوړ جومات  چې اته سوه کاله مخکې د ترکیې په شمال کې جوړ شوی ،ثابتوي  چې  ښه هنر او مهارتد وخت په امتحان کې  مقاومت کولی شي .
ګوجلي جومات : Göğceli) ، په ترکیې کې د سامسن ولایت په چارشنبې سیمې کې  له کوم میخ یا سکُرو یا سریخ څخه له استفادې پرته په ۱۲۰۶میلادي کال کې جوړ شوی دی .
  په حیرانونکي  انداز سره،دغه ودانۍ چې دترکیې ترټولو پخونانی لرګین جومات شمیرل  کیږي ، تر دې دمه  فعال دی او هره ورځ پکې پنځه وخته  کابودرې سوه لمونځ ګزار  ورځیني استفاده کوي .
ددغه جومات دیوالونه چې دآناتولي د معمارۍ یوه پیاوړي بیلګه ده ، داسې جوړ شوي دي ، چې  حتی  په ترکیې کې له اته سوه کلونو راهسې وخت په وخت زلزلو هم ورته هیڅ تاوان نه دی رسولی . ددغه جومات جوړونکو په څه دپاسه یو میټر قطر سره د سپيدار یا بلوط  ونې له لرګیو  استفاده کړې ده  ا و دوي  له میخونو   له استفادې پرته ئې د لرګیو تختتې په یوه بل پسې داسې  یو ځای کړي ، چې په په یوه بل پسې ښخې شوي پاتې شوي دي، چې همدغه پلنوالي  او سختوالي د زلزلي په وړاندې دغه ودانۍ تر دې  دمه محفوظه ساتلې ده .

 https://iqna.ir/fa/news/4020103

captcha